رییس‌الوزرا اسلامي امارت پانګوالو ته د باوري او اسانه چاپېریال برابرولو ته ژمن دی

د افغانستان رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند د «د پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي» تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د پانګه‌والو لپاره د روڼ، باوري، اسانه او د نړیوالو معیارونو مطابق چاپېریال د رامنځته کولو بشپړه ژمنتیا لري.

رییس‌الوزرا څرګنده کړې چې اسلامي امارت پر دې باور دی چې د خصوصي سکتور ځواک، نوښت او پانګونه د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري او کولای شي د هیواد اقتصادي ماشین ته ځواک ورکړي.

ملا محمد حسن اخند په اړوندو حکومتي ادارو او سکټورونو غږ کړی چې ټول امکانات او هڅې دې په کار واچوي، څو نه یوازې افغان پانګوال، بلکې بهرني پانګوال هم وهڅول شي چې د انرژۍ، زراعت، مالدارۍ، برېښنا، کان کېندنې، سړکونو، لویو لارو او نورو مهمو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد د ملي ګټو او اقتصادي ودې لپاره رغنده ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې د پانګونې پراختیا او د خصوصي سکتور ځواکمنتیا د افغانستان اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري او اړوند ارګانونه باید په دغې برخه کې د ستونزو د حل او د پانګوالو د اسانتیا لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه تر دې وړاندې هم په پرله‌پسې ډول د پانګوالو د ملاتړ، د کاروبارونو د خوندیتوب او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل ډاډ ورکړی، او ویلی یې دي چې د هېواد اقتصادي راتلونکی د پانګونې په پراخېدو او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا کې نغښتی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f623h
دکمه بازگشت به بالا