زیلینسکي وایي درې اړخیزې خبرې په ابوظبي کې کېږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو نوی پړاو به د فبروري په ۴مه او ۵مه په ابوظبي کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې کییف د “اصلي بحث” لپاره چمتو دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په اېکس کې لیکلي:«زموږ مرکچي پلاوي یوازې یو راپور وړاندې کړی دی. د راتلونکو درې اړخیزو غونډو لپاره نیټې ټاکل شوې دي؛ د فبروري په ۴مه او ۵مه په ابوظبي کې کیږي».
نوموړی ویلي، چې اوکراین د پام وړ بحث لپاره چمتو دی او لیوالتیا یې ښودلې چې د خبرو پایلې دوی د جګړې ریښتینې او باعزته پای ته نږدې کوي.

