زیلینسکي چهارشنبه ترکیې ته ځم، هڅه مې د سولې خبرو او بندیانو تبادلې بیا پیلول دي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي اعلان کړی چې سبا چهارشنبه به ترکیې ته سفر وکړي، څو د سولې د خبرو د بیا پیلېدو او له روسیې سره د جګړې د بندیانو د تبادلې بهیر بېرته فعال کړي. د هغه په وینا، دا سفر د دې لپاره کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوي وړاندیزونه له نږدې شریکانو سره شریک او د دیپلوماټیکو لارو د فعالېدو لپاره زمینه برابره شي.
ترکیه د روان کال په پیل کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو درې پړاوونو کوربه وه، خو دغه خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې. مسکو هغه مهال د اوربند وړاندیز رد کړ او له هغې وروسته یې د اوکراین پر ښارونو پوځي بریدونو ته لا زیات زور ورکړ.
زیلینسکي د سهشنبې په ورځ وویل چې «موږ د خبرو اترو د بیا پیلېدو لپاره چمتووالی نیسو، او د حل لارې لپاره به خپل وړاندیزونه له شریکانو سره شریک کړو.» هغه په خپلو خبرو کې دا ونه ویل چې په ترکیه کې به له کومو لوړپوړو چارواکو سره وویني.
په تېر مې او جولای میاشتو کې، د دواړو لورو ترمنځ یوازینۍ همغږي د جګړې د قربانیانو او بندیانو تبادله وه، چې د اکتوبر په لومړیو کې د ترسره شوې وروستۍ تبادلې پر مهال مسکو او کییف هر یو ۱۸۵ بندیان یو بل ته وسپارل.
د نړېوالو له نظره، د بندیانو تبادله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې اړیکو تر ټولو مهم انساني چینل بلل کېږي، خو شنونکي ټینګار کوي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي اراده او منفي فضا کې بدلون اړین دی.

