سالنګونه سبا د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصېږي وزارت د ژمي وسایلو او اصولو رعایت غوښتنه کړې

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګونو لویه لار به سبا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه) د باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي، چې د سږ کال لپاره پلانشوي د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي او سر له سبا به د ټولګټو د وزیر، ملا محمد عیسی ثاني په لارښوونه د ټېلري موټرو پر مخ پرانیستل شي.
ټولګټو وزارت د باروړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي چې د دې لویې لارې د تېریدو پر مهال د ژمي وسایل او توکي له ځان سره ولري او ترافیکي اصول مراعات کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/h103h

