سرپل کې ۱۷ ټنه نېټهتېر او بېکیفیته توکي له منځه وړل شوي

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې سرپل کې ۱۷ ټنه نېټهتېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد توکي د عامې روغتیا ریاست له لوري له بېلابېلو سیمو راټول شوي او د ځايي مسوولینو په حضور کې له منځه وړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، بازارونو کې د خوراکي توکو پر کیفیت د څار لړۍ روانه ده او د بېکیفیته توکو د پلور مخنیوي لپاره به جدي اقدامات دوام ولري.
عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د خلکو روغتیا خوندیتوب لپاره به دا ډول هڅې لا پراخې شي.

