سرې میاشتې خلم کې له ۴۰۰ ډېرو زلزله‌ځپلو کورنیو سره ۳۱ ټنه خوراکي مرسته شوې

افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی چې په سمنګان ولایت کې د خلم ولسوالۍ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو نوې مرسته رسېدلې ده. سرچینې وایي، چې په دې نوې دوره کې له څلور سوه زیاتو کورنیو سره مرستې شوي او ټوله مرسته ۳۱٫۲ ټنه ده چې د ملک سلمان بنسټ له لوري برابره شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې د مسئولینو په وینا، هرې مستحقي کورنۍ ته ۷۸ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکول شوي، چې په کې وریجې، غوړي، اوړه، بوره او لوبیا شامله ده. د دوی په خبره، دغه مرستې د هغو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دي چې د وروستۍ زلزلې له امله له اقتصادي ستونزو او سرپناه نشتوالي سره مخ دي.

سرې میاشتې ټینګار کړی چې د مرستو لړۍ روانه ده او هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته په وخت، شفاف او منظّم ډول مرستې ورسوي. چارواکي زیاتوي، چې د همغږۍ له لارې به په نورو اغېزمنو سیمو کې هم ورته مرستې پراخې شي ترڅو د خلکو د اوسني وضعیت د دروندوالي مخنیوی وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w143e

 

دکمه بازگشت به بالا