سعودي عرب ستر مفتي وفات شو: اسلامي نړۍ یو نامتو دیني عالم له لاسه ورکړ

د سعودي عرب د رسمی خبري اژانس اېس پي اې په وينا، مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله بن محمد ال الشيخ وفات شوی دی.

نوموړی د سعودي د عالمانو شورا مشر او د اسلامي څېړنو او فتوا مشر هم و چې له دې امله یې مقام له وزير سره مساوي و. د دې سربېره نوموړي د اسلامي نړۍ ليګ د عالي شورا د مشر دنده هم پر مخ وړله.

د شیخ عبدالعزيز د جنازې مراسم د سې شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې رياض د امام ترکي بن عبدالله په جومات کې ترسره شول. د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود ويلي چې د ستر مفتي يا مفتي اعظم د جنازې لمونځ دې په مکه مکرمه، مدينه منوره او د هېواد په ټولو جوماتونو کې ترسره شي.

د سعودي شاهي محکمې ويلي، د هغه له مړينې سره د “سعودي عرب سلطنت او ټولې اسلامي نړۍ يو داسې نامتو ديني عالم له لاسه ورکړ چې د اسلام او مسلمانانو په خدمت کې یې مهم رول لوبولی دی.”

د نوموړي د مړينې له کبله پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولیعهد محمد بن سلمان د شيخ عبدالعزيز له کورنۍ، د سعودي له خلکو او اسلامي نړۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5946a
دکمه بازگشت به بالا