سعودي عربستان د افغانستان–پاکستان اوربند ستايو، : هیله ده کړکېچ ختم شي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې ترینګلتیاوې پای ته ورسېږي.
دغه وزارت دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام (د تلې ۲۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې کړي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې ریاض د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ټولو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا هوکړه به د سیمې د سولې، ثبات او متقابل تفاهم لپاره یوه مثبته لاسته راوړنه وي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1031s

