سعودي–فرانسه د غزې د جګړې د پای، اوربند او د دوه‌دولتي حل پر سر خبرې شوې

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د غ‍.زې د وروستیو تحولاتو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دواړو لوريو د سولې د پروسې د بیا پياوړتیا، د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کولو او د ثبات د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ویل کېږي، دا اړیکه د «پاریس–ریاض» د ګډ نوښت په دوام کې شوې، چې موخه یې د خپلواک فلس‍.طیني دولت د جوړېدو لپاره سیاسي نقشه پرمخ وړل دي.

د دغه نوښت مهم عناصر د غ‍.زې اوربند، د بنديانو خوشې کول، د فلس‍.طیني ادارې اصلاحات او د غ‍.زې بیارغونه بلل شوي دي.

په ورته مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې ټول اړخونه باید د دوو دولتونو د حل پر وړاندې ژمن پاتې شي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې دا حل‌لاره زیانمنوي.

فرانسې په دې وروستیو اوونیو کې د نړيوالو ملاتړ د راخپلولو هڅې زیاتې کړي او له سعودي عربستان سره په ګډه یې د دې پروسې د دوام لپاره عملي پلانونه اعلان کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1026s
دکمه بازگشت به بالا