سعودي په عربي سمندر کې نږدې يو میلیارد ډالرو نشه‌يي توکي ونیول شول

خبرگزاری سریع؛ ګډ سمندري ځواکونه وايي، چې د سعودي په مشرۍ يې په «عربي سمندر» کې د نږدې يو ميليارد ډالرو په ارزښت نشه‌يي توکي نيولي دي.

د يادو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په نيول شويو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کيلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کيلوګرامه کوکاين شامل دي.

د سعودي سمندري ځواکونو قوماندان او د «سي ټي اېف – ۱۵۰» مشر کمډور فهد الجویاد په وينا: «دا زمونږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

ویل‌کېږي، چې له نیول کېدو وروسته ټول نشه‌يي توکي د ازموینې لپاره بېړۍ ته لېږدول شوي او وروسته له تائيد څخه له منځه وړل شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا