سلكونه لرغوني آثار بېرته د دولت واک ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي انجينرانو له لوري د مس عینک له لرغونو سیمو ترلاسه شوي ۱۴۳۰ اثار د پاک کارۍ، لومړنۍ رغونې، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک ساحوي ګدام څخه د دې ریاست مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
دا اثارو له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې پکې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبې، کوچنۍ کوزه ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، هډوکو مهرې، ګاوترې، دوک او نورو وسایل شامل دي.