سکاټلنډ افغان پناه‌غوښتونکی د جنسي تېري په تور په ۹ کلن بند محکوم شو

یوه افغان پناه‌غوښتونکی د سکاټلنډ په یوه عامه پارک کې پر یوې کم‌عمره نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې په نهه کلن بند محکوم شوی دی.
رفیع‌الله احمدزی، چې شاوخوا ۲۱ کلن بلل کېږي، تېر کال د اګست په میاشت کې د مورای سیمې په یوه پارک کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ برید کړی و. نوموړي محکمې ته ویلي وو چې اړیکه د دواړو په خوښه شوې، خو محکمه دا ادعا ونه منله او هغه یې مجرم وباله.
د محکمې قاضي دا پېښه تاوتریخجن او بوږنوونکې بللې او ویلي یې دي چې برید د نجلۍ له تعقیب، ګواښونکو خبرو او ناوړه چلند وروسته ترسره شوی دی. احمدزي نه یوازې د جنسي تېري په تور محکوم شوی، بلکې د ګواښ او سپکاوي اړوند جلا تورونه هم پرې ثابت شوي دي.
د محکمې پر مهال څرګنده شوه چې د احمدزي د کره عمر په اړه ځینې اختلافونه شته، خو د پېښې پر وخت یې عمر نږدې شل کاله اټکل شوی دی. د هغه مدافع وکیل وویل چې نوموړی په افغانستان کې زېږېدلی او په کم عمر کې د خپل تره له لوري ملي پوځ ته جذب شوی و.
مدافع وکیل زیاته کړه، کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، احمدزی نیول شوی و او وروسته له څو نورو بندیانو سره له زندانه تښتېدلی، چې د تېښتې پر مهال پرې ډزې شوې او په لاس ټپي شوی هم و. د وکیل په وینا، احمدزي له افغانستانه تر وتلو وروسته له سختو او اوږدو لارو بریتانیا ته رسېدلی دی.
وکیل وویل، نوموړی هغه مهال بریتانیا ته ورسېد چې نه یې کورنۍ لرله، نه ملګري او نه هم کوم ډول ملاتړ. د دفاع له اړخه دا هم یادونه وشوه چې که څه هم د بند سزا حتمي ده، خو نوموړی له هغه خطر سره هم مخ دی چې ښايي وروسته بېرته داسې ځای ته واستول شي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ شي.
محکمې په پای کې احمدزی د تورونو پر بنسټ په نهه کلن بند محکوم کړ.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2398e
دکمه بازگشت به بالا