شمالي کارولینا د نوي کال پر مراسمو د برید نیت لرونکی شکمن نیول شوی

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په شمالي کارولینا ایالت کې د نوي کال پر مراسمو له برید وړاندې د «کریسټیان سټورډیونټ» په نوم یو شکمن کس نیول شوی دی.
رسنیو د امریکا عدلیې وزارت په حواله لیکلي چې څېړنیزې فدرال ادارې (اف بي ای) دا کس تېره چهارشنبې نیولی او پرون جمعه محکمې ته حاضر شوی دی.
د راپورونو له مخې چې نیول شوي کس د داعش ډلې له ملاتړ څخه برخمن و او غوښتل یې چې د نوي کال د نمانځنې په مراسمو کې پر خلکو بریدونه وکړي.
ویل کېږي چې له نیولشوي کس څخه ځینې لیکونه هم ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې وسلهوال بریدونه زیات شوي او په همدې خاطر د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر وړاندې پالیسي سخته کړې ده.
ټرمپ ټینګار کړی چې په امریکا کې به د مېشت کډوالو ټولې قضیې له سره وڅېړل شي.
څه موده مخکې هم په امریکا کې د یو کډوال له لوري د ملي ګارډ پر غړو برید وشو چې د امریکایي ځواکونو غوسه یې راوپاروله.

