شهباز شريف: افغانستان بايد له پاکستان سره ګډې مبارزې ته ژمن پاتې شي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې يا خو دې له پاکستان سره ودرېږي او یا د ده په وينا له ترهګرو سره.
شهباز شريف دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته په بنو کې کړې دي.
د راپورونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ ۱۲ پاکستاني پوځيان په وزيرستان کې له وسله والو سره د بريد پر مهال ووژل شول او له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ په دير کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.
پاکستان وخت ناوخت تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټيټيپي) د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه څه چې اسلامي امارت تل رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a796s