شهباز شريف د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د هند پر وړاندې د نړیوال جام ګډون اجازه ورکړه

د کرکټ نړیوالې شورا له هڅو وروسته، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پاکستان کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۲۰۲۶ کال کرکټ شل اوريز نړیوال جام کې د هند پر وړاندې په سيالۍ کې ګډون وکړي.
نړیوالو رسنیو نن(سهشنبه، د سلواغې ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا له هڅو وروسته، د پاکستان کرکټ لوبډله به د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۲۰۲۶ کال کرکټ شل اوريز نړیوال جام کې د هند پر وړاندې په سيالۍ کې ګډون وکړي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، دا پرېکړه د “دوستو هېوادونو” په غوښتنه شوې ده.
له دې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي وو چې دوی به په نړیوال جام کې له هند سره ونه لوبېږي.
د پاکستان حکومت له خوا په خپاره شوي بيان کې راغلي چې د بنګله دېش کرېکت بورډ تر څنګ د سریلانکا، متحده عرب اماراتو او نورو غړو هېوادونو په غوښتنه یې دا پرېکړه کړې
د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اوریز جام د تېرې شنبې په ورځ پيل شوی دی، او د افغانستان په ګډون پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی دی.
افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه نیوزیلنډ ته بایللې او په خپلې دویمې لوبې کې به سبا د سویلي افریقا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

