شهباز شریف: پاکستان د هند پر وړاندې د مې میاشتې جګړې کې د ترمپ منځګړیتوب ستایي

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، د ملګرو ملتونو سازمان په سرمشريزه کې تر وینا یوه ورځ وروسته په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، سره ولیدل. له شریف سره د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، هم حضور درلود.
منیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د می میاشتې په جګړه کې د دونالد ترمپ له لوري د اوربند په خاطر، هغه د نوبل د سولې جایزې وړ شخصیت وباله.
شریف د ملګرو متلونو په عمومي سرمشریزه کې وويل: «پاکستان له هند سره په ټولو مهمو مسائیلو کې یو ترکيبي، جامع او نتیجه بښونکي مذاکراتو ته چمتو دی. جنوبي آسیا د پاروونکي مشرانو پر ځای له مخکې د پېښو د مخنيوي ليډرشيپ یا مشرتابه ته اړتیا لري.»
شریف د هند او پاکستان په جګړه کې د ترمپ د منځګړیتوب رول ستاینه وکړه او د هغه رهبري ېې «جسورانه او تخیلي» وښوده. شریف وویل: «که چېرته ترمپ پر وخت او «پرېکنده» مداخله نه وای کړې، د دغې جګړې عواقب به خرابې پایلې لرونکې ول.»
د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي، په می میاشت کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د حملې امر وکړ. هغه دغه امر د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو د یوې خونړۍ حملې وروسته ورکړ. په دغه حمله کې نژدې ټول وژل شوي ملکیان هندوان ول.
پاکستان د هند ادعا ردوي چې ګواکې د کشمير په حمله کې د پاکستان لاس دی. شريف خپلې د جمعې ورځ په وینا کې د هندوستان حمله یو یرغل وښود او د هغه پر وړاندې ېې د پاکستان د بریا ادعا وکړه. هغه هندوستان پر خودخواهۍ تورن کړ، خو وې ویل چې پاکستان ېې په مقابل کې ودرېد: «هندوستان په غرور کې ډوب و، خو موږ هغوی په تحقیر او غاښ ماتوونکي ځواب سره په شا کړ.»
دونالد ترمپ د جګړې په څلورمه ورځ د هند او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان کړ. د هغه د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي دي چې د پاکستان او هند ترمنځ د اختلافاتو پر سر مذاکرات به په یو دریمګړي بېطرفه ځای کې وشي.
مودي بیا د ترمپ رول ته اهمیت نه ورکوي. هند او امریکا چې یو وخت ېې په خپلو کې غښتلې اړېکې درلودې له هغه وخت راهیسې دغه اړیکې خړې پړې شوي چې دونالد ترمپ پر هندوستان له روسيې څخه د تېلو د رانیولو پر سر درنې تعرفې لګولي.
د می تر جګړې لږ مخکې یو شرکت چې د دونالد ترمپ د کورنۍ له خوا مدیریت کیږي، پاکستان سره د دیجيتلي اسعارو یو تړون لاسلیک کړ.
فرانس پریس د خپل رپوټ په پای کې لیکي چې پاکستان له اوږدې مودې د کشمېر په تړاو د یو نړېوال منځګړي په لټه کې دی خو هندوستان ېې نه مني او د ټول هیمالیايي حریم ادعا کوي کوم چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمان او لږ ېې هندوان دي.

