صالح امریکا له AIB میلیاردونه لېږلي، افغانستان د ۲۰۲۵ له نقشې وتلی

امرالله صالح، د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال، ادعا کړې چې امریکا د افغانستان انټرنشنل بانک (AIB) له لارې اسلامي امارت ته شاوخوا شپږ میلیارده ډالر لېږدولي. نوموړي یکشنبه په اېکس لیکلي چې له دې مالي بهیر سره سره افغانستان د واشنګټن په ۲۰۲۵ ستراتیژیک سند کې ځای نه لري.
صالح ویلي، د افغانستان انټرنشنل بانک مسؤلینو څرګندونه کړې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ د اګست تحول وروسته یوازې له همدې مالي مجرا له لارې نغدې پیسې لېږدولې. د نوموړي په خبره، دغه پیسې تل په نوې چاپ شوې نوټونو کې د نیویارک او واشنګټن له هوایي ډګرونو کابل ته انتقالېږي او د منځني ختیځ په یوه هېواد کې د الوتکې د بدلولو لنډ تم ځای لري.
هغه زیاتوي، چې د نغدو پیسو د انتقال نورې لارې هم کارول شوې، خو AIB هغه اصلي مالي چینل دی چې د لویو مقدارونو نقدو پیسو د لېږد لپاره پرې تکیه شوې. صالح په خپل پوسټ کې په انتقادي ډول پوښتنه مطرح کړې چې څنګه سره له پراخ مالي بهیر افغانستان د امریکا په ۲۰۲۵ ملي امنیت سټراټیژۍ کې یاد شوی نه دی.
له بلې خوا، تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي، دا نغدې پیسې د بشري بحران د مخنیوي، د بازار د ثبات ساتلو او د عامو خلکو د اقتصادي فشار کمولو لپاره لېږدول کېږي. سرچینې زیاتوي چې د دغه بهیر مدیریت د افغانستان د مالي ثبات او بشري اړتیاوو د تنظیم لپاره ترسره کېږي.
امریکا څو ورځې مخکې خپله نوې ملي امنیت سټراټیژي خپره کړه چې د نړیوال سیاست عمومي لوري، اقتصادي تګلارې او د امریکا نړیوال نفوذ تشریح کوي. په دې سند کې د افغانستان نوم په مستقیمه توګه نه دی یاد شوی، خو د سیمه ییز ثبات، اقتصادي امنیت او نړیوالو ګټو پراخ بحثونه پکې ځای لري.
شنونکي باور لري چې په برخه ییزه کچه د افغانستان جیوپولیټیک ارزښت، امنیتي وضعیت او بشري اړتیاوې لا هم مهم ځای لري او نړیوالو تعاملاتو ته اړتیا لیدل کېږي. هغوی ټینګار کوي چې د نړیوالو سټراټیژیکو تګلارو جوړولو پر مهال د سیمې وضعیت د پام وړ دی، څو د احتمالي خطرونو مدیریت په سمه او موثره بڼه ضمانت شي.

