عامې روغتیا وزارت په کابل او ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، نن دوشنبه د هېواد په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د «پولیو ضد واکسین» کمپاین پیل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي، څو د پولیو خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ماشومان له تلپاتي «فلج» څخه وژغورل شي.

عامې روغتیا وزارت له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره په دې ملي کمپاین کې برخه واخلي، څو افغانستان د پولیو له ناروغۍ خوندي او د ماشومانو راتلونکی روښانه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w994e
دکمه بازگشت به بالا