عامې روغتیا وزارت په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو

عامې روغتیا وزارت نن، دوشنبه لېندۍ درېیمه، په اوو لسو ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ ضد ملي کمپاین پيلوي. په دې پړاو کې به شاوخوا اووه میلیونه د پنځو کلونو کم ماشومان واکسین شي، څو د پولیو له ویروس څخه خوندي پاتې شي.

وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې په وینا ویلي چې کمپاین د لېندۍ تر شپږمې روان وي او په مرکزي، سوېلي، ختیځ، لوېدیځ، شمالي او شمال ختیځ سیمو کې عملي کېږي. مسؤلین ټینګار کوي چې د پولیو د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره پراخ پوښښ حیاتي ارزښت لري، او کورنۍ باید اجازه ورکړي چې ماشومان واکسین شي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د فلجېدو او حتی مرګ لامل ګرځي. په نړیواله کچه یې یوازینۍ مؤثره مخنیوي لاره واکسین دی، ځکه درملنه نه لري.

د کمپاین د عملي پړاو لپاره د همغږۍ، څارنې او امنیت ځانګړي ټیمونه ځای پر ځای شوي، څو ټول ماشومان تر واکسین لاندې راشي او د پوښښ کچه لوړه پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w139e
دکمه بازگشت به بالا