عبدالشکور رشاد بابا د پښتو ژبې ستر عالم؛ دا ورځ د ۲۱م تلین سره برابره ده

د ډسیمبر لومړۍ نېټه، د پښتو ژبې ستر لیکوال، شاعر، ګرامر پوه،محقق اوتاریخپوه ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد بابا له ۲۱م تلین سره برابره ده. ارواښاد استاد به تل دا ويل چي: ” هېواد پر هر چا گران دى، خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم، او كه ژوندى يم هم به دلته يم. ”

علامه رشاد په پښتو ژبې کې له خورا بې ساري اثارو او څېړنو سربېره د نړۍ پر اووه ژبو(فارسي، عربي ، اردو ، هندي ،سنسکریت، انګریزی او روسي) پوهېده.

پوهاند عبدالشكور رشاد د ١٣٠٠ لمريز لېږدي كال د لړم د مياشيې پر ۲۳مه وزېږېده او د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ كال يې پر ۱۳ كلنۍ د ښوونكي په توگه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيدا کړی و.

خپل لومړنى شعر په ١٩٣٤ كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٩٣٨ او لومړى څېړنيزه ليكنه په ١٩٤١ كال د افغانستان په مطبوعاتو كي خپاره شي دي .

د رشاد ۴۹ اثار او سلهاوې مقالې چاپ شوي او نږدې سلګونه ناچاپه اثار یې هم شتون لري.

دغه ستر شخصیت د هند د جواهر لال نهرو او روسیې په پوهنتونو کې یې د پښتو ژبې تدریس هم کړي و. په علمي سیمینارونو کې دعلامه رشاد صاحب مقالې هر چا په غور سره اورېدلې . پر علمی مسایلو کې دده سره چا استدلال نه شو کولی.

د افغانستان او سیمي په کچه ډېرئ څېړونکو علامه رشاد څو اړخيز علمي شخصيت ځکه بللئ دی ، چي نوموړي په بېلابېلو برخو کي خورا ژوري او ارزښتناکه تحقيقي هڅي کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f916h
دکمه بازگشت به بالا