عراق پارلماني ټاکنې د کم ګډون او سیاسي بېباورۍ تر سیوري لاندې ترسره شوې

د عراق پارلماني ټاکنې د خلکو د کم ګډون او پراخې سیاسي بېباورۍ تر سیوري لاندې ترسره شوې دي، هغه حالت چې د دغه هېواد د دیموکراتیک بهیر پر مشروعیت یې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د راپورونو له مخې، د عراق په بېلابېلو ولایتونو کې د ټاکنو له پیل سره هم مهاله د رای ورکوونکو ګډون ډېر کم و، او ډېری وګړي، په ځانګړي ډول ځوانان، دې بهیر ته د بېباورۍ له امله له ګډون څخه ډډه کړې ده. دوی باور لري، چې ټاکنې یوازې د واکمنو او پیاوړو سیاسي ګوندونو ترمنځ د شتمنیو، په ځانګړي ډول د تېلو د عوایدو د وېش لپاره یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې ده.
د رويټرز د راپور له مخې، د سېشنبې تر غرمې پورې د رای ورکولو ګډون شاوخوا ۲۳ سلنه ثبت شوی و، چې دا د عراق د وروستیو ټاکنو له تر ټولو ټیټ ګډونونو څخه شمېرل کېږي. شنونکي وايي، د دغه کم ګډون تر شا د خلکو ژوره بېباوري، اقتصادي ناخوالې، فساد، او د سیاسي اصلاحاتو له نهپرمختګ څخه د خلکو ستړیا ولاړه ده.
په همدې حال کې، د عراق د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د رای ورکولو بهیر په نسبي توګه له امنیتي پلوه خوندي تېر شوی، خو د ځینو سیمو اوسېدونکي بیا د امنیتي ځواکونو د پراخو اقداماتو او د تخنیکي نیمګړتیاوو له امله د ستونزو راپورونه ورکړي دي.
تمه کېږي، چې د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې راتلونکې اوونۍ اعلان شي. سیاسي څارونکي باور لري، چې د کم ګډون له امله به د نویو استازو د مشروعیت موضوع د نوي پارلمان پر ترکیب سیاسي سیوري وغورځوي او د حکومت جوړولو پروسه به له لا ډېرو ننګونو سره مخ کړي.

