عراقچي د امنیت شورا پرېکړهلیک پای ته رسېدلی، بندیزونه باید ختم شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ډاکتر سید عباس عراقچي، وايي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک موده پای ته رسېدلې او اوس باید هغه محدودیتونه هم له منځه یوړل شي، چې د یاد پرېکړهلیک له مخې پر ایران لګول شوي وو.
ډاکتر عراقچي دا څرګندونې د جمعې په شپه (د تلې ۲۵مه) په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې خپرې کړې دي.
د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک په ۲۰۱۵ ز کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو (امریکا، چین، روسیه، بریتانیا، فرانسه او جرمني) ترمنځ د اټومي خبرو اترو له پایلو وروسته تصویب شوی و. دغه پرېکړهلیک د ایران د اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې د بندیزونو د لرې کېدو زمینه برابره کړې وه او د هغه قانوني اعتبار د ۲۰۲۵ ز کال د اکتوبر تر ۱۸مې پورې ټاکل شوی و.
اوس، د دې پرېکړهلیک د اعتبار مودې له پای ته رسېدو سره، ایران ټینګار کوي چې د امنیت شورا ټول پاتې محدودیتونه باید لغوه شي او د هېواد د اټومي حقونو بشپړ درناوی وشي.

