عزیزي له هند سره اقتصادي همکارۍ پراخوو، افغان شرکتونو ته ځانګړې غرفې غواړو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان د سوداګریز حضور د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو بازارونو په ځانګړې توګه د هند سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د خپل سفر پر مهال په نوي ډیلي کې د «پراګتي» میدان په نړیوال نندارتون کې د افغان شرکتونو له استازیو سره وکتل او د دوی د فعالیتونو او اړتیاوو په اړه ورسره مفصلې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغان شرکتونو د فعال حضور پر اهمیت ټینګار شوی او پر دې بحث شوی چې د نندارتون په راتلونکو دورو کې افغان شرکتونو ته ځانګړې څانګه یا ځانګړې غرفه ورکړل شي. همدارنګه د ویزو د نورو اسانتیاوو، د ګډ افغان ـ هندي نندارتون د جوړولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

وزارت وړاندې تر دې ویلي و چې نورالدین عزیزي په رسمي بلنه هند ته تللی، څو د چابهار بندر د لا فعالولو، د هندي پانګونو د راجلبولو، د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او په سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو کې د افغانستان د نقش د پیاوړتیا په اړه له هندي چارواکو سره بحثونه وکړي.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د عزیزي سفر ته په خپل رسمي دریځ کې هرکلی څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا د دې سفر اساسي موخه ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q6044w
دکمه بازگشت به بالا