عزیزي په قزاقستان کې د درې میلیارد ډالرو سوداګریزو اړیکو د پراخېدو ژمنه وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په قزاقستان کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر ژومان ګارین سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د تېلو، غنمو، اوړو او کرنیزو توکو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي عزیزي دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د پانګونې فرصتونه تشریح کړي او د قزاقستان له چارواکو یې غوښتي، چې په الماتا ښار کې د افغان توکو د پلور مرکز جوړ کړي او د زیربنايي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

په دې کتنه کې د پخوانیو سوداګریزو تړونونو پلي کېدل، د ټرانزیټي خنډونو لرې کول او د بانکي اړیکو پیاوړتیا هم څېړل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6792a
دکمه بازگشت به بالا