علومو اکاډمۍ د ماشومانو پر فکري او ادبي روزنه علمي سیمنار جوړ کړ

علومو اکاډمۍ له لوري «ماشومانو ادبیات او د هغوی روزنې لارې چارې» تر سرلیک لاندې علمي سیمنار جوړ شو، چې پکې د ماشومانو پر فکري ودې، سالمې روزنې او ادبي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
یادې ادارې لوی رييس شیخ فریدالدین محمود غونډه کې وویل، د تېرو څو لسیزو ناخوالو د ماشومانو پر ذهنیت او روزنې بېلابېلو برخو کې منفي اغېزې کړې دي. نوموړي ټینګار وکړ، اوسني شرایط ایجابوي چې د ماشومانو فکري او اخلاقي روزنې ته لا جدي پاملرنه وشي.
د هغه په وینا، بهرني فرهنګي اغېزونه هڅه کوي ماشومان له اسلامي او افغاني روحیې لېرې وروزي، خو علومو اکاډمۍ ژمنه لري چې روزنیز او ادبي پروګرامونه به د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر بنسټ پر مخ وړي.
غونډه کې ګډونوالو ماشومانو ادبیات د ټولنې د راتلونکې نسل د شخصیت جوړونې مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې لیکوالان او روزنیز بنسټونه باید د عمر له پړاو سره سم ادبي او فکري مواد برابر کړي.
یاد سیمنار د ماشومانو سالمې روزنې، فکري خوندیتوب او ادبي ودې ته د پاملرنې په موخه جوړ شوی و.

