علومو اکاډمۍ د پانګونې په جذب کې د امارت پالیسي تر بحث لاندې ونیول شوه

په علومو اکاډمۍ کې د «د پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي» تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز سیمینار نن په رسمي ډول پیل شوی دی. په دې غونډه کې د علمي بنسټونو استازي، د دولتي ادارو د اقتصادي برخو متخصصین او ګڼ شمېر خبریالان ګډون لري.
د سیمینار موخه دا ده چې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د موجودو پالیسيو علمي ارزونه وشي، د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره نوې لارې وڅېړل شي او هغه فرصتونه روښانه شي چې د هېواد په اقتصادي جوړښت کې د ثبات او پرمختګ لامل ګرځي.
ګډونوالو په پرانیستونکې غونډه کې ټینګار وکړ چې د پانګونې پراختیا نه یوازې د داخلي تولیداتو د لوړولو لپاره مهمه ده، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ثبات او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره هم بنسټیز ارزښت لري. هغوی زیاته کړه چې د دې ډول علمي بحثونو له لارې کولای شي د پالیسۍ جوړونې بهیر علمي شي، د ستونزو حل لارې مشخصې شي او د هېواد اقتصادي سکتور ته نوې طرحې وړاندې شي.
په غونډه کې د بېلابېلو متخصصینو لخوا علمي ویناګانې وړاندې کېږي او تمه ده چې د سیمینار په پای کې به د پانګونې د جذب لپاره عملي او رغوونکې سپارښتنې ترتیب شي، څو اړوند ادارې یې د پالیسیو په پلي کولو کې ترې ګټه واخلي.

