عمران خان پوځ ته به هېڅکله د پښتونخوا د عملیاتو اجازه ورنکړم

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر مشر عمران خان له اډیاله زندانه په یوه پيغام کې ویلي، پلویان به یې په هیڅ حالت کې هم پښتونخوا کې د پوځ نورو عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.
د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر پر خپله اېکس پر پاڼه خپاره شوي بیان کې د پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپوره هم غوښتي چې مرکزي حکومت ته دې قبایلي سیمو اونورې پښتونخوا کې پوځي عملیاتو ته غاړه نه ږدي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې د پښتونخوا په ګڼو ښارونو کې روانه اونۍ خلکو د عملیاتو ضد او د امن پر پلوۍ لاریونونه وکړل.
دمګړۍ د باجوړ په ځينو سیمو کې د پوځ له لوري عملیات روان دي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ د دغو عملیاتو پر مهال له پوځ سره نښتې کړي او له دغه سیمو وتل یې نه دي منلي.
دغلته د عملیاتو له امله لوی شمېر خلکو ته کډې پر سر شوي.