غ‍.زه د سړې هوا، باران او توپان له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د سخت باران، توپان او سړې هوا له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، هغه کورنۍ چې د اسراییلو د روانې جګړې له امله بې‌ځایه شوې، د سرپناه د نشتوالي او خرابې هوا له امله له سختو او مرګونو شرایطو سره مخ دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) د غزې د شمال په بیرالنجا سیمه کې د توپان له امله د بې‌ځایه شویو کسانو یو کور نړېدلی، چې په پایله کې یې پنځه تنه مړه شوي دي.

د الجزیرې ټلویزیون د معلوماتو له مخې، همدارنګه د غزې ښار د رمال په سیمه کې دوه نور کسان هغه مهال مړه شوي، چې د کډوالو پر کېږدۍ یو دیوال نړېدلی دی.

سرچینې زیاتوي، یوه ورځ وړاندې د شطي کډوالو په کمپ کې هم د یوې ودانۍ د نړېدو له امله یو کس مړ شوی و او یو نوی زېږېدلی ماشوم د سختې یخنۍ له امله ساه ورکړې وه.

په غزه کې روغتیايي کارکوونکي وایي، چې د سړې هوا له امله د مړینو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی او بې‌ځایه شوې کورنۍ له جدي بشري ناورین سره مخ دي.

د یوه غزه‌مېشتي په وينا چې د خپل کور تر ویجاړېدو وروسته یې داسې ودانۍ ته پناه وړې، چې بمبار شوې او چت نه‌لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w821e
دکمه بازگشت به بالا