غزني درې ټرافیکي پېښو کې ۲ مړه، ۴ ټپیان؛ چارواکي بېاحتیاطي اصلي لامل ګڼي

په غزني ولایت کې د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، په دغه ولایت کې په درېیو جلا ټرافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې چې په پایله کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، دویمه پېښه هم د همدې ولسوالۍ د مشکي په سیمه کې رامنځته شوې ده. په دغه پېښه کې یو تن هغه مهال د موټر لاندې راغلی او مړ شوی دی، چې د سړک له غاړې د اوښتو پر مهال یې د تګ راتګ اصلي کرښه پرې کړې وه. د پېښې په ترڅ کې د موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی.
درېیمه پېښه بیا د قرهباغ ولسوالۍ د بارانکلا په سیمه کې شوې ده، چې د مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. په دې پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.
د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت د یادو ټولو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د تګ راتګ د اصولو نه مراعت او د لویو لارو پر سرعت نه کنټرول ښودلی دی. چارواکي یو ځل بیا له چلوونکو غوښتنه کوي چې د ترافیکي اصولو په مراعتولو سره خپلې، د مسافرو او نورو خلکو خوندي تګ راتګ ته پاملرنه وکړي.

