غزني کې د څښاک اوبو شبکه د ۳۰۸ کورنیو لپاره جوړیږي

د غزني مسوولین وايي، چې د ولي محمد شهید ولسوالۍ په «ده‌ملا» کلي کې د ۵٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د رسولو شبکه جوړه کېږي. د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په وینا، د دې شبکې له بشپړېدو سره به د «ده‌ملا» کلي ۳۰۸ کورنۍ د پاکو اوبو له اسانه لاسرسي برخمنې شي.
په یاد شبکه کې د ۱۲۰ مترو ژورې څاه کیندل، د ۵۰ متر مکعب ظرفیت لرونکې د اوبو ذخیره جوړول، د ۹۳۷۰ مترو پایپ غځول او د ۱۲۵ نلکو نښلول شامل دي. د ریاست مسوولینو ویلي، چې په دې پروژه کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د څښاک اوبو لسګونه شبکې جوړې شوي او خلکو ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو لاسرسی لا هم محدود دی، او هېوادوال له اسلامي امارت غواړي چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي.

دکمه بازگشت به بالا