غزه: د صهیونیستي بریدونو او لوږې له امله ګڼ فلسطینیان وژل شوي

له نن سهار راهیسې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې لږترلږه ۴۱ فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ورته مهال غزه کې روغتیایي سرچینو راپور ورکړی، چې غزه کې دوه نورو ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی، چې له تازه تلفاتو سره په غزه تړانګه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۴۲۵ کسانو ته لوړ شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5670a