غزې جګړه: نتانیاهو یوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کېدو پای ته رسوي

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ويلي، چې د غزې جګړه به یوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کېدو سره ودریږي.
د نتانیاهو په وینا، د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشې کول، د حماس بشپړ خلع سلاح کول، د غزې امنیتي کنټرول د اسرائیلو په لاس کې ساتل او د یوې نوې ملکي ادارې جوړول چې نه له حماس او نه له فلسطیني خپلواکې ادارې سره تړاو ولري.
دا هغه شرطونه دي چې صهيونيست رژيم په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره ټاکلي دي.
بنيامين نتنياهو ټینګار کړی چې جګړه یوازې د اسرائیلو په شرایطو پای ته رسېدای شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a508s