غور په پنځو ولسوالیو کې د کلیوالي سړکونو جوړول پیل شول

د غور مسوولین وايي، چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۷۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوی دی.

د غور د کلیوالي بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مشر ذبیح‌الله غوث‌زاده وویل چې دا سړکونه د خوراکي توکو د کار په بدل کې د پروګرام له لارې د دولینا، تیواره، مرغاب، شهرک او تولک ولسوالیو په ۱۲ کلیو کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د CRDSA په تخنیکي همکارۍ سره د دې ادارې سره په همغږۍ کې جوړیږي.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو د کار په بدل کې د پروګرام موخه د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره د لنډمهاله کاري فرصتونو رامنځته کول دي او د ترانسپورتي زیربناوو ښه کول دي.

د هغه په ​​وینا، د دې پروګرام په جریان کې، هغه خلک چې د کلیوالي سړکونو په جوړولو او بیارغونې کې برخه اخلي د نړیوال خوراکي سازمان څخه د خوراکي توکو بستې ترلاسه کوي چې پکې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامل دي.

د غور د مسوولینو پهه وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره، د سیمه‌ییزو اوسیېونکو څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ به ګټه پورته کړي او د دوی د ترانسپورت ستونزې به حل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f779h
دکمه بازگشت به بالا