فتحی ورځ: د ملي یووالي نښان او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ویاړ ښکاره کول

د فتحی ورځې د لمانځنې چمتووالی؛ په ټولو ولایتونو کې ملي بیرغونه، شعارونه او بنرونه لګول کېږي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی چې د فتحی ورځې (۲۴ اسد) د لمانځنې لپاره د چمتوالی کارونه په ټول هېواد کې دوام لري. د وزارت ولایتي ریاستونه په هر ولایت کې د دې ورځې په مناسبت د مراسمو د جوړولو او ترتیب لپاره ځانګړې هڅې ترسره کوي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په ولایتونو کې د ملکی او نظامي ادارو د مشرانو سره غونډې جوړې شوي ترڅو د لمانځنې مراسم په ښه او منظمه توګه ترسره شي. همدارنګه، په مختلفو عامه ځایونو کې د ملي بیرغونو، شعارونو، نښو او بنرونو د نصبولو کارونه روان دي، چې هدف یې د خلکو په منځ کې د ملي یووالي او ویاړ احساس پیاوړی کول دي.
دغه اقدامات د ملي هویت د پیاوړتیا او د ټولنې د یووالي لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هیله څرګندوي چې دا مراسم به د خلکو په زړونو کې د وطن مینه لا پسې زیاته کړي او د اسلامي امارت د لا پرمختګونو څرګندونه وکړي.