فرانسه: لومړي وزير سباشتيان لېکورنو د کابینې له اعلان یوه ورځ وروسته استعفا ورکړه

د فرانسې لومړي وزير د کابينې له اعلان يوه ورځ وروسته استعفا ورکړه
د فرانسې لومړي وزير سباشتيان لېکورنو، د خپلې کابينې له اعلانولو یوازې يوه ورځ وروسته، استعفا وکړه. ښاغلی لېکورنو د زياتېدونکو نيوکو او په ملي اسمبلۍ (پارلمان) کې د نه باور رايې له خطر سره مخ و.
دا په یوه کال کې دریم لومړی وزیر دی چې له خپلې دندې استعفا کوي.
د هغه د استعفا له خبر وروسته، د پاريس په بازارونو کې ونډې په چټکۍ سره وغورځېدې.
ښاغلی لېکورنو درې اونۍ وړاندې د ولسمشر ماکرون لخوا د هغه د دریم لومړي وزير په توګه ټاکل شوی و، وروسته له هغه چې ماکرون تېر کال په پارلماني ټاکنو کې خپل اکثريت وبایله.
ډېرو ګوندونو له وخت مخکې ټاکنو او د ولسمشر ماکرون د استعفا غوښتنې کړي. ځینو سیاستوالو ویلي، ماکرون دې تر ۲۰۲۷ کاله پر خپله څوکۍ نه پاتې کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6306a