فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې تر اپریل څلورمې پورې پر نهو ولایتونو بریدونه کړي، چې له امله یې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغو هوايي، توپچي او توغندیزو بریدونو کې ۳۴ جوماتونه، ۲۳ مدرسې، ۱۳ ښوونځي او درې روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

فطرت زیاته کړې، همداراز ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ نقلیه وسایط ویجاړ شوي او ۶۶۱ څاروي له منځه تللي دي.

دکمه بازگشت به بالا