فلسطین د سکوت په لمبو کې، نړۍ بې‌وسه نندارچي

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې لومړی وزير بنيامين نتنياهو غواړي له امنيتي کابينې سره د غونډې پر مهال د غزې تړانګې د بشپړ اشغال وړانديز وکړي. ځايي خبريالانو د يوه لوړ پوړي چارواکي له خولي ويلي، “پرېکړه شوې ده. حماس ماتوو او غزه په بشپړ توګه نيسو.”

د هغو راپورونو په ځواب کې چې وايي د پوځ مشر او نور پوځي چارواکي د دې پلان مخالف دی، ياد چارواکي ويلي، “که دا پلان د پوځ مشر ته د منلو وړ نه وي، باید استعفا ورکړي.”

د يرغمل شويو کسانو کورنۍ وېره لري چې دا ډول پلان به د يرغملو ژوند ته ګواښ پېښ کړي. ويل کېږي له ۵۰ يرغمل شويو ۲۰ تنه يې لا هم په غزه کې ژوندي دي.

نظرپوښتنې ښيي چې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو له امله په څلورو کې دری تنه اسرائيلي وګړي د اوربند د هوکړې ملاتړ کوي.

داسې برېښي چې د اسرائيلو ډېر نژدې متحدين به هم دغه ګام وغندي، ځکه دوی غواړي چې جګړه پايته ورسېږي او د بشري کړکېچ د حل لپاره ګامونه واخيستل شي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a346s
دکمه بازگشت به بالا