لاوروف او عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ دې د خبرو له لارې حل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ستونزو د هواري پر لارو چارو مفصل بحث کړی دی.

د روسي انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۷مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو وزیرانو ټینګار کړی، کابل او اسلام‌اباد دې هڅه وکړي چې خپلې سیاسي لانجې د حقیقت‌موندنې، ډیالوګ او مستقیمو خبرو له لارې حل کړي، څو د سیمې ثبات خوندي او د ناامنۍ د پراخېدو مخ ونیول شي.

د راپور پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي داسې مهال د روسیې له خپل سیال سره د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په تړاو خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې یې د دې دواړو ګاونډیانو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و، تر څو د رامنځته شوې ترینګلتیا د هواري لپاره د باور فضا رامنځته او د ګډو اندېښنو حل ته اسانتیا برابره شي.

دغه وړاندیز د پاکستان له لوري هم تود هرکلی موندلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ ویلي چې اسلام‌اباد د ایران د منځګړیتوب وړاندیز نه ردوي، او پر دې ټینګار کړی چې ایران د پاکستان «ورور، نږدې دوست او مهم سیمه‌ییز شریک» دی.

شنونکي باور لري چې د سیمې د حالاتو د حساسو بدلونونو په وړاندې د روسیې، ایران او پاکستان دا همغږي ښيي چې سیمه‌ییز قدرتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د پراخېدو اندېښنه لري او هڅه کوي چې د سیاسي حل لپاره د ډیالوګ لاره فعاله وساتي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/F620H
دکمه بازگشت به بالا