لغمان کې د بادپښ ولسوالۍ لپاره د ۱۱۰ میګا واټه بادي برېښنا تخنیکي سروې ترسره شوه

د لغمان ولایت مقام خبر ورکړی چې د یاد ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۱۰ میګا واټه بادي بریښنا تولید لپاره د ځمکې د تثبیت لومړنۍ تخنیکي سروې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادې سروې پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت او د لغمان د اوبو او انرژۍ ریاست ګډ تخنیکي ټیم بادپښ ولسوالۍ کې زر او او قرغیو ولسوالیو کې ۵۰۰ جریبه ځمکې انتخاب کړې او د دستګاوو د نصبولو لومړنۍ تخنیکي سروې یې ترسره کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې د پلې کیدو په صورت کې به د اړوندو سیمو خلکو ته د برېښنا رسولو سربیره ګڼې نورې اسانتیاوې برابرې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s736n

دکمه بازگشت به بالا