له امریکا د درې میلیونو ناقانونه کډوالو ایستل او د نفوس ودې کموالی

د امریکا د سرشمېرنې ادارې اعلان کړی، چې نږدې درې مېلیونه ناقانونه کډوال په یوه کال کې له امریکا اېستل شوي دي. دغه شمېرې ښيي، چې د امریکا د نفوس وده په تېرو ۱۲ میاشتو کې په څرګند ډول کمه شوې ده.
د سرشمېرنې ادارې راپور ښيي، د ۲۰۲۴کال له جولای څخه د ۲۰۲۵کال تر جولای میاشتې پورې د امریکا نفوس یوازې ۰.۵ سلنه زیات شوی چې شاوخوا ۱.۸ مېلیونه کسان کېږي. دا د کرونا وبا راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده؛ خو د بایډن ادارې په وروستي کال کې د امریکا د نفوس وده یو سلنه وه.
د راپور له مخې؛ پرته له لوېدیځې ورجینیا او مونټانا په نورو ټولو ایالتونو کې د نفوس وده کمه شوې ده. دغه بدلونونه داسې مهال دي، چې زرګونه افغانان په ځانګړي ډول پناه غوښتونکي او د لنډمهاله اسنادو لرونکي کسان د امریکا د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم تر دې وړاندې په لېندۍ میاشت کې ویلي و، چې په نږدې یوه کال کې شاوخوا دوه مېلیونه ناقانونه کډوال له امریکا اېستل شوي یا یې دغه هېواد پرېښی دی. هغې ویلي و، چې د ټرمپ حکومت به «ډېر خلک خپلو کورونو ته واستوي.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/w237w
دکمه بازگشت به بالا