له زمري ۱۰ څخه تر ۱۶ پورې ۱۰۳ زره ټنه توکي له وسپنې پټلۍ انتقال شول: د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف بندرونو مهم رول

د ټولګټو وزارت وايي، د روان کال د زمري مياشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې، د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه توکو انتقال شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په دې انتقالاتو کې د حیرتان بندر له لارې ۶۸ زره ۲۲۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶ زره ۲۴۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶ زره ۵۳۷ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۱۲ زره ۲۵۰ ټنه مواد شامل دي.
نوموړي په وينا، د انتقالاتو له ډلې ۵۹۷ ټنه صادرات شوي، چې په عمده برخه يې وچه میوه او د آنار جوس جوړوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a447s