له وړتیاوو تر نړیوالو فرصتونو: پکتیکا کې د ماهرو کارګرو نوم لیکنه پیل شوه

د پکتیکا ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست کې د دغه ولايت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او نورو مسؤلینو په شتون کې قطر هیواد ته د ماهرو افغان کارګرو د لېږد په موخه د نوم ليکنې پروسه پيل شوه.

د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، هغه مسلکي کارګر چې په شرایطو برابر وي نوم ليکنه دې وکړي.

نوموړي ويلي، پکتیکا ته دې پوره پاملرنه وشي ځکه چې مسلکي او بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس هم خلکو ته ډاډ ورکوي، چې پروسه د وزارت او اړوند ریاست تر څارنې لاندې ده، وړ او مسلکي خلک به د رڼې پروسې له لارې د قطر شاهي هیواد ته د کار کولو لپاره ولیږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4664a
دکمه بازگشت به بالا