له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال د ایستنې پر مهال د بشري کرامت خلاف چلند کېږي

له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال د ایستنې په بهیر کې د پاکستاني ځواکونو چلند ناوړه، سپکونکی او د بشري اصولو خلاف بولي. د دوی په وینا، د کورونو بېرحمانه چاپې، د شتمنیو غصب، د قیمتي توکو په زور اخیستل، او ښځو او ماشومانو ته سپکاوی هغه کړنې دي چې په ښکاره ډول د انساني کرامت خلاف وې.
د کندهار اوسېدونکی نبي، چې تازه هېواد ته راګرځېدلی، وايي: «که مو کوم جرم کړی وای، سزا مو منله؛ خو موږ هېڅ جرم نه و کړی. بیا هم راسره ظلم کېده. ښځې او نارینه په ډېرې بېعزتۍ له کورونو ایستل کېدل، ماشومانو ته ویره ورکول کېده او هېڅ انساني چلند نه تر سترګو کېده.»
دغه راز محمد اسماعیل، چې ۴۰ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی او تازه افغانستان ته راکډه شوی، وايي: «زه هلته زېږېدلی یم، ټول ژوند مې هلته تېر کړی، خو اوس یې په زور راباسي. کورنۍ مې لا هم هلته ده او له سخت وضعیت سره مخ ده.»
کډوال زیاتوي، هغه کورنۍ چې د کوزې پښتونخوا له لارې د سپینبولدک بندر ته را اوړي، د کرښې هغې غاړې ته په چمن کې په تمځایونو کې د ورځو په اوږدو ځنډول کېږي. دغه تمځایونه نه د اوسېدو اسانتیاوې لري او نه هم د خوړو، پاکو اوبو او درملنې بنسټیز خدمات. سره له دې، د چمن سیمهییز اوسېدونکي او د دواړو غاړو سوداګر د بشري مرستو په ډول هره ورځ دغو کډوالو ته خواړه او لومړنۍ اړتیاوې برابروي.
د سرحدي سرچینو د معلوماتو له مخې، هره ورځ تر زرو افغان کډوالې کورنۍ د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه کېږي. د شمېرنو پر بنسټ، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵ زره او ۶۴۹ افغان کډوال او ۲۲۰۵ افغان بندیان له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي دي.
چارواکي وايي، د اسلامي امارت اړوند ادارې د راستنېدونکو کډوالو د بیړنیو اړتیاوو ترڅنګ په سرپنا، اسنادو، کارموندنې او د ژوند د عادي کولو په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابروي، څو دغه کورنۍ وکولای شي په خپل هېواد کې په درنښت او خوندي ډول خپلې نوې ورځې پیل کړي.
