لوګر امنیه منسوبینو: د غلا او غیرې مشروع کړنو څلور تنه نیولي

د لوګر امنیه قوماندانۍ د لومړۍ او دویمې امنیتي حوزې منسوبینو څلور تنه د غلا او غيري مشروع کړنو په تور نیولي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ويلي، د لومړۍ او دويمې امنیتي حوزې منسوبینو درې تنه د څارويو، موبايلونو او د موټرسايکلونو د غلا په تور نيولي دي.
دغه راز د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو د خوست يو تن اوسېدونکی نيولی، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یې یوه ښځه له درېيو ماشومانو سره تښتولې وه او د منسوبينو په وينا، له دې کس څخه ۱۵۰۰ ډالر هم ترلاسه شوي دي.
یاده سرچینه زیاتوي، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د لا ډېرو پلټنو لپاره د لوګر امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې يادو امنيتي حوزو منسوبينو تر دې وړاندې هم ګڼ کسان د غلا په تور نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5510a