لوګر د ۴۴ میلیونه افغانیو برېښنا پروژه د پرانېستې په درشل کې ده

ټاکل شوې، چې څو شېبې وروسته د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په لوګر ولایت کې د برېښنا رسونې یوه پروژه پرانیزي.
یاده پروژه د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري د ۴۴ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړه شوې او په ۱۲ کلیو کې به د خلکو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له دې شبکې به نږدې دوه زره پېرودونکي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6675a

