لوګر: ۱۴ ښوونځي بشپړ، ۱۲ زره زده‌کوونکو ته خوندي چاپیریال.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ د ۱۴ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سريع خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې ۱۴ ښوونځیو ته د عصري او مجهزو ودانیو جوړول، د حفظ الصحې اړین ملحقات برابرول او د لمریزې برېښنا او پاکو اوبو منظمو سیسټمونو جوړول شامل دي.

عرب زیاته کړه، دا ودانۍ د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تېرو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي چې نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره، د دغو ودانیو په جوړېدو سره شاوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو خوندي او معیاري چاپیریال برابر شو.

د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) په ګډون د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ یې په تېره یوه میاشت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۶۱ نورو رغنیزو پروژو عملي چارې هم پیل کړې چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم یوه اوسیدونکې سیدجوان سريع ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې ۱۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې اوس هم د لوګر ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې زرګونه زده‌کوونکي د معیاري ودانیو نشتون له امله په ازاده فضا کې له ګڼو ستونزو سره پر زده‌ګړو بوخت دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6203a
دکمه بازگشت به بالا