مالیې وزارت: د زمري میاشت کې د ګمرکونو چارو کې ۱۲.۸ سلنه پرمختګ شوی

د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي رييس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان کال د زمري مياشتې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنيکي ارزونې ناسته پر ليکه او حضوري بڼه شوې ده.
د ماليې وزارت وايي، چې د روان کال د زمري په میاشت کې د هېواد د ګمرکي چارو په کچه شاوخوا ۱۲.۸ سلنه پرمختګ شوی دی.
په غونډه کې د زمري میاشتې ټولیز راپور وړاندې شوی، چې له مخې یې د عوایدو د راټولولو، د سوداګریزو محمولو د شمېر او وزن ثبت، د وارداتي توکو د ارزښت او د ګمرکونو د سوداګریزو چارو په برخه کې مثبت بدلون راغلی دی.
همدارنګه په ناسته کې د ولایتونو د ګمرکونو مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدل شوي، چې د رهبرۍ له لوري د هغو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5644a