متحدوایالاتو او عربي هېوادونو د غزې د سولې پلان د امنیت شورا تصویب ته اړتیا لري

متحدوایالتونو او د مصر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون یوشمېر عربي هېوادونو د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې د واشنګټن له لوري هغه وړاندې شوې طرح ژرترژره تصویب کړي چې د غ.زې لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ د سولې پلان تاییدوي.
متحدوایالتونو، قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، اندونیزیا، پاکستان او ترکیې پرون (د نوامبر ۱۴مه) په یوه ګډ بیان کې وویل چې د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي چې اوس مهال تر څېړنې لاندې دی او زیاتوي چې په دې برخه کې اقدام باید سمدستي تصویب شي.
د دې پرېکړه لیک مسوده چې فرانسپرس خبري آژانس یې یوه کاپي لیدلې، د غزې لپاره د سولې د یوه پلاوي او انتقالې ادارې د جوړېدو چې ټرمپ به یې له تیوریکي پلوه رییس وي، هرکلی کوي او د پخوانیو مسودو برعکس د یوه فلس.طیني دولت د جوړېدو احتمال ته اشاره پکې شوې ده.
متحدوایالتونو د غ.زې اوربند نازک بللی او د جمعې په ورځ یې د دې پرېکړه لیک د مسودې د نه تصویبېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

