مجاهد: افغانان بګرام اډه نه سپاري، له امریکا سره د سفارتونو پرانستو خبرې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد له یوې برېټانیي رسنۍ، سکای‌نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې چاته اجازه نه ورکوي چې بګرام اډه ونیسي.

هغه زیاته کړې چې افغانان په هیڅ ډول شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره چاته وسپاري.

خو ښاغلي مجاهد په دغه مرکه کې په ډاګه کړې چې حکومت له امریکا سره په کابل او واشنګټن کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6304a
دکمه بازگشت به بالا