مجاهد د نړیوال بانک په وینا، افغانستان کې انفلاسیون تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د نړیوال بانک د راپور له مخې تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې انفلاسیون په منځني ډول شاوخوا دوه سلنه وي، چې دا د سیمې له تر ټولو ټیټو کچو څخه شمېرل کېږي.
ښاغلي مجاهد د نړیوال بانک د راپور یوې برخې ته په اشارې ویلي، دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو د نسبي ثبات او د ملي اسعارو د پیاوړتیا له امله رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، د اقتصادي ثبات دا نښې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې بلل کېږي او کولی شي د خلکو پر ژوند او بازارونو مثبت اغېز ولري.
دا په داسې مهال ده، نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد د دویم کال لپاره هم ښه او مخ پر ودې روان دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w986e

